د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچى کې د اورگاډي په  اوسښتلو  کی  ٥٦ تنه وژل شوي 


د پاکستان مقامات وایی د هغه هیواد په جنوب کی دپټلی نه د اورگاډي د اوسښتلو په پېښه کی ٥٦ تنه وژل شوي او څه دپاسه ١٢٠ تنه ټپیان شوي دی. د ژغورني عملې ددغه اورگاډي نه، چی ډېر سخت زیانمن شوی وو ژودنی پاته شوي کسان راوایستل. دغه د خلکو نه ډک اورگاډی د کراچی نه د لاهور خواته روان وو چی د محراب پور په سیمه کی له پټلی نه واوښت. د محلی کلیوالو خلکو د ژغورنی د عملې د رسېدلو نه مخکی د هغو کسانو سره چی د اورگاډی په ډبو کی بند پاته وو مرسته وکړه . فکر کېږی چی ډېر زیات مسافرین د اختر د روځو د تېرلو دپاره خپلو کورونو ته روان وو.
XS
SM
MD
LG