د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني عسکرو د ملک په جنوب ختیځ کی څلور یاغیان وژلي دي


د ایران دولتي تلویزیون وایی چی امنیتي قواوو د یوه رپوټ په قول د سني مسلمانانو د یوې تروریستي ډلي څلور مشران د ایران په جنوب ختیځ کی په جگړه کی وژلي دي . رپوټ دا نه دي ویلی چی دا جگړه څه وخت د سیستان ـ بلوچستان په ولایت کی پېښه شوې ده . دغه ولایت د پاکستان او افغانستان سره سرحدونه لری . په رپوټ کی ویل شوي دي چی دغو کسانو تیر کال د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی چی ١٢ ایرانیان یې ووژل لاس درلود . د فیبروري په میاشت کی یوې ډلي چی ځان یې جندالله باله وویل چی د ایران د پاسداران انقلاب ١١ غړي یې په زاهدان کی په یوه حمله کی وژلي دي . ایران په امریکا باندی پړه واچوله چی ددې ډلي ملاتړ یې کړی دی . دایران دغه سرحدي سیمه د مخدره موادو د قاچاق ډیره غټه سیمه ده او په دې سیمه کی زیاتره د قاچاقبرانو او حکومتي عسکرو تر منځ نښتي او جگړې کیږی .

XS
SM
MD
LG