د لاس رسي وړ اتصالات

هند او چین پوځي مشق پیل کړی دی


دغه پوځي مانوره چې لاس په لاس ٢٠٠٧ نومیږي د دغو دوو د نفوسو نه ډکوهیوادو یوه گډه همکاري ده. دې تمرین ته د تروریزم ضد یو پوځي مشق نوم ورکړ شوی دی او یوه هفته به دوام وکړي او په هغه کې د دواړو هیوادو نه سل سل عسکر گډون لري. چینایانو دې تمرین ته د بیلیدلو ضد، د افراطیت ضد او د تروریزم ضد مفهوم ورکوي. د هند یو متقاعد افسر گرمیت کنوال چې د جنگي مطالعاتو د مرکز امر دی وايي دغه تمرین ته باید د چین او هند د یوې پخوانۍ جگړې چې په ١٩٦٢ کال کې پېښه شوې د پس منظر په حیث وکتل شي. کنوال وايي: داسې تماسونه او هغه هم د کنترول په کرښه کې مرسته کوي چې د باور فضا رامنځ ته شي اود دواړو هیوادو ترمنځ د جنگ امکانات له منځه یوسي. او دا تمرین د همدې هدف لپاره دی تر څو ددواړو هیوادو تر منځ تفاهم رامنځ ته شي. په دې څو کلونو کې د هند او چین تر منځ اړیکې ښې شوي دي خو چین هند ته د یوه ستراتیژیک رقیب په صفت گوري. خو هند د چین اړیکې د خپلو گاونډیانو لکه پاکستان، بنگله دیش، او د لږې اندازې لپاره د سریلانکا او نیپال سره په زیرڅاري.

XS
SM
MD
LG