د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ قوماندان وايي د افغانستان عملیات په ژمي کې هم دوام ولري


د امریکايي قواوو قوماندان ادمیرل فالن وايي په ژمي کې به هم په افغانستان کې پوځي عملیات دوام ولري. دی وايي: زه تاسو ته ویلی شم چې مونږ د پسرلي موسم ته منتظر نه شو. مونږ د ژمي په میاشتو کې د امنیت او ثبات د ټینگولو لپاره خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړو په تیره په هغو سیمو کې چې سخت ژمی نه لري. امریکايي ادمیرال چې په ختیزه افریقا، منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د امریکايي د پوځي چارو مسئولیت په غاړه لري د خپلو پلانونو د ارزیابۍ لپاره افغانستان ته تللی ؤ تر څو د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس ته خپل رپوټ وړاندې کړي. دی وايي دی غواړي ځان ډاډه کړي چې امریکايي قواوې په تیره د افغانستان په ختیځ کې د امنیت او ثبات د ټینگولو لپاره تر ټولو ښه ستراتیژي ولري. همدا شان د ناتو قواوو هم چې د ملک د نورو برخو د امنیت مسئولیت لري هم د خپلې ستراتیژۍ په بدلون باندې غور کوي.
XS
SM
MD
LG