د لاس رسي وړ اتصالات

د بلجیم چارواکي مشکوک کسان خوشی کړي دي


د بلجیم چارواکي وايي دوی هغه څاورلس مشکوک کسان خوشی کړي دي چې د جمعې په ورځ د القاعدې د یوه بندي د خوشې کولو د هڅو په تور نیول شوي وو. چارواکي وايي تحقیقات روان دي. د بلجیم په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او امنیتي مقامات وايي لږ تر لږه د نوي کال تر ورځ پورې به دغه امنیتي تدابیر دوام وکړي. په هوايي ډگرونو، د ریلوې په ستیشنونو او نورو عامه ځایونو کې د جمعې د ورځې د پېښې نه وروسته امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د بلجیم د حکومت مامورین وايی چې مشکوکو کسانو غوښتل د چاودیدونکو موادو په کارولو سره د محبس دروازې خلاصې کړ او د القاعدې هغه غړی چې د بلجیم په هوايي اډه کې د امریکايي پوځي پرسونل باندې د حملې پلان جوړ کړی ؤ، له بند نه ازاد کړي. د بلجیم چارواکي وايي دوی د کرسمس په ورځ او د کال د وروستیو ورځو په رخصتیو کې د احتمالي تاوتریخوالي نه په ویره کې دي.

XS
SM
MD
LG