د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا پوځ وايي د تامیل پړانگانو د شمالي جبهې یوه پوسته نیولې


د سریلانکا پوځ وايي ددوی عسکرو د تامیل پړانگانو د شمالي جبهې یوه پوسته نیولې او په جگړه کې لږ تر لږه شپږ یاغیان او یو عسکر وژل شوي دي. د پوځ ویاند تورن جنرال یودایا نانی کارا وویل نن شنبې جگړه هغه وخت ونښتله چې عسکرو د منار په ولسوالۍ کې د یاغیانو پر مرچلو حملې وکړې. ویاند وویل چې لږ تر لږه ١٢ یاغیان او شپږ عسکر په دې نښتو کې ژوبل شول. د پوځ دا ادعا د کومې مستقلې منبع له خوا نه ده تائید شوې. د تامیل ایلام د ازادۍ د پړانگانو د یاغیانو لخوا په دې هکله تر اوسه پورې څه تبصره نه ده.

XS
SM
MD
LG