د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالف سېاسى مشران ېو ځل بېا په انتخابى مبارزوباندى بوخت شوېدى.


د پاکستان مخالف سېاسى مشران ېو ځل بېا په انتخابى مبارزوباندى بوخت شوېدى. ېو څو ورځىمخکىتردې دپاکستان په ناکراره شمال لوېدېځه برخه کې په ېوه جومات کې ېوه مرگې چاودنه شوې وه اولږ تر لږه پنځوس کسان ېې ووژل. ېومخالف سېاستمدار نواز شرېف نن په کراچي ښارکې په ېوه مارش کې د پاکستان پر جمهوررئېس پر وېز مشرف باندې انتقاد وکړ. د پاکستان پخوانى صدراعظمى بېنظېر بهټو هم په لړکانه کې په زرگونو خلکو ته وېنا وکړه. لړکانه د سند ه په اېالت کې ېو ښار دى. دواړو مخالفو مشرانو ووېل چې د جنورى داتمى نېټى په انتخاباتو کې به د جمهوررئېس پروېز مشرف دگوند په گټه په انتخاباتو کې لاسوهنه وشى. په عېن حآل کې د پاکستان پولېسو په پېښور کې د جمعى دورځى د خونړۍ بم چونى په باب تحقېقاتو ته ادامه ورکړېده. دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې مسلمانا ن د لوى ختر د لمانځه دادا کولو لپاره جومات تللى ول. بم چوونکى دکورنېو چارو پخوانى وزېر افتا ب شېرپاپو په نښه کړى . خو هغه له دغې چاودنى نه روغ رمټ وتلى دى. پولېس وايي چې دوى څو کسان د تحقېقاتو لپاره توقېف کړېدى. په دې جمله کې دېوې اسلامى مدرسى چې هلته نېژدې ده شاگردان هم شامل دى. د جمعى د ورځى چاودنه په پاکستان کې دتېر اکتوبر د مېاشتى د غبرگونو چاودنو راهېسى ډېره خونړۍ پېښه وه. د اکتوبر په مېاشت کې ١٣٩ کسان په هغه مارش کې ووژل شول چې د پخوانى صدراعظمى بېنظېر بهټو د راستنېدو پروخت دهغى دهرکلى لپاره کېده.

XS
SM
MD
LG