د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی مطبوعات وایی په میلیاردو ډالر  نظامی مرستی چی  پاکستان ته ورکړل شویدى هغه  عبث تللی دی.


د امریکا دېو ې مشهوری ورځپاڼی نیویارک ټایمز ېورپوټ وايي چی د پاکستان سره چی د تروریزم پرضد جگړی په لړ کی د پینځو میلیاردو ډالرونه زیاتې مرستی شویدی هغه ‏ضایع شوی یا په نورو لارو باندی مصرف شوېدی. نیویارک ټایمز د امریکا د فوځ د مامورینو له قوله لیکلی چی هغه ډالر چی د افغانستان په پوله د امنیت ساتلو لپاره ورکړل شوی وو، هغه هلته پرتو عسکرو ته نه دی رسیدلی. دغه امریکایی ماموران وایی چی دوی پخپله لیدلی چی د افغانستان په پوله پراته پاکستانی عسکر د بوټانو په ځایی څپلئ په پښو کوی او د دویمی نړیوالی جگړی د وخت خولئ یی په سر کړیدی .او وسلی یی هم له کاره لویدلی ي. هغو خبری منابعو چې خپل نومونه نه څرگندوى خبریالانو ته ېې ویلی دی چی په میلونونو امریکایی ډالر د دی په ځایی چی د القاعده یا د طالبانو د مقابلی دپاره استعمال شی. په هغو باندی د هند پر ضد دفاعی نظام جوړ شوېدى. ددغی ورځپاڼی راپور چی نن د دوشنبی په ورځ خپور شویدی د امریکایی مامورین په وینا لیکی چی امریکا په میلونونو ډالرد پاکستان لخوا د تیلو د مصارفو د وسلو د اخیتسو نور لگښتونو په لړ کی لگولی دی. د پاکستان پوځى چارواکېو دا ټول تورونه رد کړیدی.

XS
SM
MD
LG