د لاس رسي وړ اتصالات

دهندى کشمېر په ېوه جومات کې درى کسان ووژل شول


د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی پر هغه جومات باندی چی توندروانو یرغمل پکښی نیولي وو، د پولیسو د هغی حملې له امله مظاهرې سوي دی. په دغو مظاهرو کې درې تنه توندروان پکښی ووژل سول. د پالنو په کلی کی په زرهاو کسانو نن د پولیسو ددغی حملې په مقابل کی مظاهرې وکړې. مقاماتو وویل د پنځو تنو برمته سویو کسانو له جملې نه درې تنه پرون هغه وخت وتښتېدل چی دوی ته د ډوډی د خوړلو داپره له جومات نه د وتلو اجازه ورکړه سوه او بیرته جومات ته ستانه نه شول. دوه تنه نور یرغمل وروسته له هغه ازاد شول چی پولیسو پر دغه جومات باندی اوښکی بهونکی گاز استعمال کړ او توندروان یې د جومات څخه وتلو ته مجبور کړل او پولیسو هلته قتل کړل. دریم توندرو د جومات منارې ته وتښتېدی او هلته له پولیسو سره په ډزو کی ووژل سو. یو شمېر اسلامی توندرو ډلی د هند نه د کشمیر د خپلواکی د گټلو دپاره جنگېږی او ځینی ډلی له پکستان سره د کشمیر یو ځای کېدل غواړی.

XS
SM
MD
LG