د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې په پنځو ورځو کې څلور ځلى په عراق کې پر ېاغې کردانو بمبارى کړېده


د ترکیې جنگی الوتکو په دې پنځو ورځو کی د څلورم ځل لپاره دعراق په شمال کی پر هغو سیمو باندی بمباری کړي دی چی د یاغی کردانو د مرکزونو گومان ورباندی کېږی. د تلفاتو په باب سمدستی رپوټ نه دى ورکړ سوی . د ترکی ې پوځ وویل دغو جنگی الوتکو نن هغه اته سمڅي او د پټېدلو ځایونه وویشتل چی د کردستان د کارگرگوند پی کې کې یاغیان کار ورڅخه اخلی. پوځ وایی د عراق په شمال کی به د پی کې کې د یاغیانو پر مرکزونو باندی حملو ته دوام ورکړی. پرون د ترکی پوځ وویل د دغی میاشتی د نیمایی راهیسی یې، چی جنگی الوتکو یې د عراق په خاوره کی د پی کې کې پر یاغیانو باندی حملې پیل کړي دی له ١٥٠ څخه تر ١٧٥ تنو پوری کردی یاغیان وژلي دی. د ترکی ې پوځ وایی په دې کی هغ یاغیان شامل نه دي چی په سمڅو او د پټېدلو په ځایونو کی وژل سوي دی. مستقلو منابعو د یاغاینو تلفات تایید کړي نه دی.

XS
SM
MD
LG