د لاس رسي وړ اتصالات

په نېپال کې سل تنه د ېوه پله دنړېدلو په سبب لادرکه دى


پولیس او عسکر د نیپال په لوېدیځ کی په هغو څه دپاسه سلو تنو پسی گرځی چی پرون د یوه پله د نړېدلو له امله ورک سوي دي. د ژغورنی عملې د بیهری د سیند د اوبو څخه تراوسه پوری پنځه لس مړي را ایستلی دی. لږترلږه ٣٢ تنه ژغورل سوي او تداوي سوي دی. مقامات وایی ځینی ډېر سخت ټپی سوي کسان د نیپال په پایتخت کټمنډو کی کی یوه روغتون ته وړل سوي دی. پرون د څلورو سوو څخه تر پنځه سوو کسانو پوری د بهیری پرپله باندی تېرېدل چی هغه ونړېدی . دغه کسان د محلی مذهبی مراسمو او جشن دپاره روان وه. پولیس وایی په لس هاو کسانو ځانونه په لامبو وژغورل خو ډېر کسان اوبو یوړل. پولیس وایی چی د ژوندي پاته سویو کسانو د ژغورلو ډېر لږ احتمال لیده کېږی. حکومتی مقامات وایی کلیوالو د خپلو خپلوانو د ورکېدلو په باب د رپوټونو ورکول پیل کړي دي او پولیس او نور مقامات د نومونو دمعلومولو دپاره کلیو ته روان سوي دي.

XS
SM
MD
LG