د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظیر بوتو خاوروته وسپارل شوه


د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې او مخالفې مشرې د سند په جنوب کې په خپلې پلارنۍ حضیره کې د پلار د قبر خوا کې خاورو ته وسپارل شوه. په سل گونوزره ماتم کونکي د جنازې په مسیرکې ولاړ ؤ او دهغې تابوت په داسې حال کې چې د پاکستان د خلکو د گوند په بیرغ کې تاو شوی ؤ، د ښخولو ځای ته ورسول شو.

بېنظربوټو پرون په راولپنډي کې وروسته له دې چې د انتخاباتي مبارزو د یوې سترې غونډې نه ستنیدله، ووژل شوه. د نړۍ مشرانو د پاکستان د مخالفي مشري بینظیر بوتو په وژلو باندی قهر څرگند کړی دی. د آسټرالیا صدراعظم ‏ کیوین رډ ‏ ویلي دي چی د میرمن بوتو قتل د پاکستان په ثبات او په هغه ملک کی په اعتدال غوښتونکو قواو باندی تیری ؤ. د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق وویل چی چین ددې خبر په اوریدو سره ټکان وخوړ او دا تروریستي عمل یې غندلی دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل ددهشت او ترهگرۍ دا عمل د عفو کیدو نه دی او د هغه هدف دا ؤ چی د عادلانه او دیموکراتیکو انتخاباتو لپاره د پاکستان هلې ځلې او کوششونه تباه کړي. د کمبودیا، تایلینډ او مالیزیا حکومتونو خپلي هیلې څرگندې کړي دي چی پاکستان به وکړای ‍شی په سوله ایزو لارو چارو سره په ملک کی ثبات راولي. د اندونیزیا جمهوررئیس دا هیله څرگنده کړه چی د پاکستان حالات نور پسې خراپ نه سی او د خلکو ترمنځ یې اختلافات زیات نه سی. مخکی د امریکا جمهوررئیس د بینظیر بوتو قتل د تندروه قاتلانو د بې غیرتۍ کار وباله او د پاکستان د جمهوررئیس پرویز مشرف نه یې وغوښتل چی په ملک کی دیموکراسی وساتي.

ــــــــــــــــــــــــ

دپاکستان سرپرست صدراعظم وايي حکومت سمدستي په نظرکې نلری چې دجنوری داتمی نیټی عمومی انتخابات وځنډوي. دغه اعلان دمخالفې مشرې بینظیر بوټو له وژل کیدونه یوه ورځ وروسته وشو چې په هیواد کې ئې گډوډې پیدا کړه اود قهرنه ډکې احتجاجی مظاهرې وشوې. سرپرست صدراعظم محمد میا سومرو نن دجمعې په ورځ وویل څنگه چې دوی اعلان کړیدی دهماغه اعلان سره سم انتخابات کیږي. هغه وویل دجنوری داتمې نیټې دانتخاباتو دځنډولو فیصله به دټولو سیاسی گوندونوسره دسلامشورونه وروسته کیږی.

مخالفه مشره پرون دپنجشنبی په ورځ په راولپینډی کې ووژل شوه او دهغې نه وروسته دا آوازی خپری شوی چې کیدای شی انتخابات به وځنډول شي. ددغه قتل په ځواب کې بل مخالف مشر پخوانی صدراعظم نوازشریف اعلان وکړچې دهغه گوند به په انتخاباتو کې گډون ونکړی. ښاغلی شریف وایي دغه حمله ښیي چې دجمهوررئیس پرویز مشرف ترمشري لاندی په پاکستان کې آزاد اوعادلانه انتخابات نشی کیدای. دی وایي دهغه ترمشری لاندی سوله نشي راتلای. په عینی حال کې دمیرمن بهتو دقتل په ارتباط دپاکستان په یوشمیر ښارونو کې دقهرنه ډکې احتجاجی مظاهری روانې دي. جمهوررئیس مشرف ددغې حملی ملامتی په ترورستانو اچوی او ژمنه ئې کړېده چې په پاکستان کې به دافراطی مسلمانانو ریښی را وباسی.

XS
SM
MD
LG