د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ورځپاڼو د بېنظیر په مړینه اندېښنې ښودلي


د جمعی په ورځ په ټوله اروپا کی مهمی ورځپاڼې د بینظیر بوټو د قتل په هکله عکس ا لعملونو ته ځانگړې شوې وې. د برتانیی د ډیلی د ورځپاڼې سرلیک ؤ چی د بوتو په قتل سره ادیښنې راپورته شوي دي. د ټایمز ورځپاڼی سرمقاله په دې هکله وه چی پاکستان کی به گډوډی راځي .

یوې خپلواکې ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړی چی اوس د پاکستان لپاره څه په کار دی چی وکړي. د لیمونډ فرانسوی ورځپاڼې د خطر خبرداری ورکړیدی. لیسور د بلجیم یوی ورځپاڼې ویلي چی د پاکستان ډیموکراسی په وینو کی لمبیږي او ژر به یی ساه ووځي.

د ترکیې ورځپاڼو په پاکستان کی د یوې اوږدې مودې بې امنیتي اټکل کړی دی. د ملیت ورځپاڼې د بینظیرې قتل د پاکستان راتلونکي ته یو ستر گواښ بللی دی. یو څو ساعته له هغه وروسته چی میرمن بوټو د پنجشنبی په ورځ په راولپنډۍ کی په قتل ورسیدله د برتانیې صدراعظم گوردن برون دغه حمله وغندله او بینظیر بوتو یی یوه قهرمانه ښځه وبلله. ښاغلی برون وایی چې دا د ډیموکراسۍ لپاره یوه غم لړلې پېښه وه او دا د پاکستان لپاره یوه زړه دردونکې ورځ ده او د دې قتل د عواقبو په هکله اندیښنې راپورته شوي دي.

د جمعې په ورځ د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د سفر کولو شرایط سخت کړي دي او خبرداری یی ورکړی چی د جدی ضرورت پرته څوک پاکستان ته سفر ونکړي.

XS
SM
MD
LG