د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان جمهوررئیس دبلواکونکو په خلاف دسخت چال چلند امرکړیدی


دپاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف دامنیت دچارو رئیسانو ته امرکړیدی چې دمخالفی مشرې بینظیر بهتو دوژل کیدونه وروسته دبلواکونکو په خلاف سخت اقدامات وکړی . دولتی خبری اژانس دپاکستان اسوسیټډ پرس رپوټ ورکړیدی چې ښاغلې مشرف نن دشنبی په ورځ په یوه غونډه کې دحکومت لوړرتبه اود امنیت دچارو مامورانوته دا هدایت ورکړ. هغه وویل، لوټمارانو او شوکه مارانوته به اجازه ورنکړل شی چې داحتجاج په بهانه دخلکو ژوند او شتمنی ته تاوان ورسوی او هغه له مامورانونه وغوښتل چې بلواگانی پای ته ورسوی . دپاکستان دپخوانې مقتولې صدراعظمی بینظیر بهتو سیاسی گوند دهغې دوژلو په باب رسمی دلیل ردکړاو په حکومت ئې تورولگاوه چې غواړی دهغې دژغورلو په باب خپله ناکامې پټه کړی .

حکومت پرون دجمعی په ورځ وویل،میرمن بهتوپه راولپینډی کې هغه وخت ووژل شوه چې دځانمرگې چاودنې په فشارسره دهغې سر دخپل موټر سره ولگید . حکومت داهم وویل، داستخباراتو درپوټ نه داسی نخښی نښانی څرگندی شویدی چې دالقاعدی ترورست چې پولیسان ورپسی گرځی، بیت اله مسهود دهغې په وژلو کې لاس لری . دمیرمن بهتودپاکستان پیپلزپارټی لوړرتبه ماموران ددغو پیښو په باره کې دحکومت نظر نه منی . لوړرتبه همکارۍ شیرۍ رحمان چې دمیرمن بهتو په تجهیزاو تکفین کې ئې لاس لاره امریکا غږته وویل، پخوانې صدراعظمه په سرکې په مردکې لگیدلې وه .

په عینی حال کې دافراطی مشرمسهود نطاق دا رپوټ ردکړ چې گنی هغه دمیرمن بهتو په وژلو کې لاس لاره . له بلی خوا دپاکستان دانتخاباتو کمیسیون وائې، دمیرمن بهتودپنجشنبی دورځی دوژلو نه راپدی خوا ددوامداری ناارامی دپارلمانی انتخاباتو په تیاری باندی چې ټاکل شوی دجنوری په اتمه نیټه وشی، منفی اغیزه کړیده. دراولپینډی په شمول په یوشمیر ښارونو کې بلواگانی دوام لری چې پولیسانو داوښکې بهونکی گازنه دمظاهره کونکو په خورولو کې کارواخیست . په دغو مظاهرو کې دمیرمن بهتو په زرگونو پلویانو برخه اخیستی وه. دسند دصوبی په حیدراباد، کراچې او دپنجاب په مرکز لاهورکې هم احتجاجی مظاهری شوی وی . دمیرمن بهتودوژلونه راپدې خوا چې پرون دجمعی په ورځ پخپله پلرنې صوبه سند کې خاورته وسپارل شوه ، په احتجاجی مظاهرواو بلواگانو کې لږترلږه ٣٨ تنه وژل شویدی .

دکورنیو چارو وزارت نن دشنبی په ورځ وویل، دغو بلواگانو په ټول پاکستان کې لسگونو میلونه ډالر تاوان رسولی دی . پاکستان ددغه قتل په ارتباط په لوړه سطحه دوه ډوله تحقیقات پیل کړیدی چې یوئې پولیس او دعدلی طب ماهران کوی او بل ئې دقضا له خوانه کیږی. په لومړی سرکې حکومت ویلی وچې یووسله وال سړی میرمن بهتو په ورمیږ کې وویشتله چې وروسته ئې بیا ځانمرگی چاودنه وکړه . گمان کیږی چې ترورست مشرمسهود چې په پاکستان کې پولیسان ورپسی گرځی،

دافغانستان دسرحدسره نژدی په جنوبی وزیرستان کې دیره دی . په هغه باندی دا تورهم لگول شویدی چې داکټوبر په میاشت کې په کراچی دمیرمن بهتو دبدرگې په موټرو باندی چې کومه ځانمرگی حمله شوی وه،په هغې کې لاس لاره . په دغه حمله څه دپاسه ١۴٠ تنه وژل شوی وو. دامریکا دبهرنیوچارو وزارت وویل، امریکا پدی عقیده ده چې دپاکستان ټولوسیاسی گوندونو ته پکارده چې دخپل هیواد دانتخاباتو دجریان ملاتړ وکړی .

XS
SM
MD
LG