د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دامرېکا په مشرۍ اېتلاف وايى څو تنه طآلبان ېې وژلى دي


د افغانستان او متحده ایالاتو په رهبری پوځیان وایی دوی د هلمند په ولایت کی د عملیاتو په ترڅ کی یو شمېر ېاغي طالبان وژلي دي. د ایتلاف پوځیانو نن په یوه اعلامیه کی وویل چی دغه تازه نښته هغه وخت وسوه چی پوځیانو د هغو توندروانو یو مرکز تلاشي کاوه چی د طالبانو او نورو هغو کسانو سره ملگري وو چی د خارجی جنیگایلو سره مرستی کوی. ددغی تلاشی په وخت کی د توپکو ډزی وسوې او یو شمېر توندروان پکښی ووژل سول. د ایتلاف د قواو په یوه اعلامیه کی راغلي دي چی په دغه نښته کی هیڅ ملکی سړی نه دی وژل سوی. دغه اعلامیه زیاتوی چی ددغی جگړې څخه وروسته د توپکو، راکټونو او چاودونکو موادو په شمول د وسلو یوه ذ خیره لاسته ورغلې او تباه کړې یې ده . د هلمند په ولایت کی طالبانو ډېری ورانکاری کړي دی. دغه ولایت د نړۍ د اپیمو د کښت یوه له ترټولو لویو سیمو څخه ده .

XS
SM
MD
LG