د پاکستان د انتخابات کمېسیون وایی دا ناممکنه ده چی په راتلونکې هفته کی د تقسیم اوقات سره سم انتخابات وسی.
د انتخاباتو د کمېسیون عمومی منشی کنوار دلشاد نن خبریالانو ته وویل چی د سیاسی گوندونو سره تر خبرو کولو وروسته به د انتخاباتو داپره یوه نوې نېټه سبا اعلان سی.
ده وویل د انتخاباتو مامورینو دوخته لا په اصولو کی د رایه گیری پر ځنډولو باند یموافقه سره کړې ده.
د وژل سوي بېنظیربوټو او د پخواني صدراعظم نواز شریف گوندونه دواړه وایی چی انتخابات دي د تقسیم اوقات سره د جنوری پ راتمه وسی.
ښاغلي شریف گواښ کړی دی چی که انتخابات وځنډول سي نو په لاروکوڅو کی به مظاهرې وکړې.
تېره هفته د مېرمنی بوټو قتلېدلو د رایه گیری دپاره د تیاری کول ځکه بې نظمه کړه چی په ټول هیواد کی په لارو کوڅو کی بلواگانی وسوې.