د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د افراطېانو په حمله کې اته کسان وژل شوېدي


د هند په شمال ختیځ کی مقامات وایی اوه تنه پولیس او یو ملکی سړی هغه وخت ووژل سول چی په درنو وسلو سمبالو توندروانو د مرکزی حکومت د پولیسو پر یوه کمپ باندی حمله وکړه.

دغه حمله نن وختی د اتار پردېش د ایالت د رامپور په ښارگوټي کی وسوه. مقامات وایی دغو وسله والو کسانو د پولیسو د کمپ پر دروازه باندی حمله وکړه او د ماشین گنو ډزی یې پیل کړې.

پولیس وایی د دروازې څخه دباندی یو رکشه والا هم په دغو ډزو کی ووژل سو. پولیسو نه دي ویلي چی دغه حمله به چا کړې وي، مگر په پخوا کی ددغه راز حملو پړه پر مسلمانو توندورانو باندی اچوله سوې ده.

دغه حمله څه کم دوې میاشتی وروسته له هغه وسوه چی د هند په ددریو شمالی ښارونو په محکمو کی د بمونو په چاودنو کی شپاړس تنه ووژل سول.

XS
SM
MD
LG