د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق په بقوبه کې ېوه ځان وژونکى پنځه کسان وژلي دي


د عراق پولیس وایی د بغداد په شمال ختیځ کی د باقوبه په علاقه کی د یوې ځان مرگی حملې په اثر لږترلږه پنځه تنه وژل سوي او پنځه لس نور زخمیان سوي دی.

پولیس وایی ددغی حملې هدف د سنی عربانو یوه داوطلبه ډله وه، چی د متحده ایالاتو او ایتلاف له قواو سره د القاعده د یاغاینو پر ضد ملگرې سوې ده.

په د ې وروستیو میاشتو کی پر دغه راز ډلو باندی حملې زیاتی سوي، سره له هغه چی په ټول عراق کی په ناکراریو کی ډېر زیات کموالی راغلی دی.

د بلی خوا دعراق پولیس وایی دوی د سه شنبې په ورځ د عراق په شمالی ښار موصل کی د القاعده یو لوی مشر نیولی دی.

دغه راز د سه شنبې په روځ دعراق صدراعظم نوری المالکی وویل عراقیانو په کال ٢٠٠٧ کی ډېری زیاتی غمجنی پېښې ولیدلې مگر دیو والي او ټینگ عزم د احساس له برکته په هیواد کی امنیت بهتره سوی دی.

XS
SM
MD
LG