د لاس رسي وړ اتصالات

په اېوا کې دامرېکا د جمهورى رېاست دانتخاباتو لپاره سختى مبارزې روانى دى


ډیموکراټ او جمهوری غوښتونکي کاندیدان به نن په ایوا کی وروستنی انتخاباتی مبارزه وکړي او سبا به دواړه گوندونه هر یو خپل کاندید معرفي وکړی.

په ډیموکراټانو کی سناتوره هیلری کلینټن، سناتور براک اوباما او پخوانى سناتور جان ایډوارډ سره مخامخ دي.

او ډېری تازه عمومی رایه گیری ښیی چی درې سره یوه بل ته نیژدې رایی لری، که څه هم چی د یوې ورځپاڼی سروې ښیی چی سناتور اوباما له خپلو رقیبانو څخه مخکی دی.

دی او سناتوره کلینټن په نظر کی لری چی نن د ایوا په محلی ټلوېزیون کی دوې دقیقې اعلانونه وکړی.

ضمنا د ارکنسا پخوانی گورنر مایک هکبى او د مساچوسیتس پخوانی گورنر میټ رامني په جمهوری غوښتونکي گوند کی مهم رقیبان دي.

رامني څو هفتې مخکی تر خپل رقیب ډېر زیات مخکی و، خو وروسته هکبي د محافظه کارو مذهبی عناصرو ډېر زیات ملاتړ ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG