د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالفې سېاسى ډلې غواړى ملگري ملتونه د بېنظېرې بهټو د قتل تحقېقات وکړى


د پاکستان د پېپلز گوند د حکومت هغه اعلان بابېزه گڼلى دى چې وايي د برتانېې د سکاټلنډ ېارد پولېسو اداره به د پاکستان د پخوانى صدر اعظمى بېنظېرې بهټو د قتل په تحقېقاتو کې مرسته وکړى.

د پاکستان د پېپلز گوند معتبر چارواکى وايي دوى غواړى چې د پروېز مشرف حکومت دا ومنى چې دملگرو ملتونو ېو کومېسېون ددغه قتل تحقېقات وکړى.

هغوى وايى دا به ېوازېنى لاره وى چې په دې برخه کې حقېقت معلوم سى.

د پاکستان پخوانى صدر اعظمه بېنظېر بهټو د تېرې پنجشنبى په ورځ د ډېسېمبر په اوه وېشتمه نېټه د راولپنډى په ښار کې چې عسکرى چوڼۍ او پوستې پکى ډېرې دى دېوې غونډې په ترڅ کې ووژل شوه.

د مېرمن بهټو د مرگ په باب جنجال او اختلاف نظر موجود دى. د پاکستان حکومت وايي چې هغه د ټوپک په گولېو او ېا د بم په پرچو نده مړه شوې، بلکه د هغې سر د هغه سر خلاصى موټر له دروازې سره د بم د چاودنى په وخت کې لگېدلى دى چې دا پکى سپره وه.

د مېرمن بهټو ملاتړي واېې چې پرهغى باندى ډزې سوېدى او لگېدلى وه. د ځان وژونکى حملى نه وروسته ېوه محلى تلوېزېون دا وښودله چې د چاودنى ځاى کې وېنى او نورې ټوټى پرچى مېنځل کېدلى او پاکېدلې.

ددى امکان شته دى چې په دغه کار باندى ېو څه شواهد له منځه تللى وي. د پاکستان د پېپلز گوند او د نواز شرېف گوند د حکومت دا فېصله محکومه کړېده چې پارلېمانى انتخابات دې د فبرورى تر اتلسمى نېټى پورې وځنډول سى.

حکومت ددې فېصلى سبب هغه بلواگانى ښودلى دى چې د بېنظېر بهټو له قتل نه وروسته وشوې. خو مخالف سېاسى گوندونه وايي چې دوى به په انتخاباتو کې گډون وکړى. په اول کې د انتخاباتو لپاره د جنورى اتمه نېټه ټاکل شوې وه.

د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د چارشنبى په ورځ خپل ملت د خطاب په ترڅ کې ووېل چې انتخابات به ازاد منصفانه او دامن په فضا کې ترسره شى.

هغه دا وعده هم وکړه چې په انتخاباتو کې به دا من د تامېن لپاره عسکر هم په کار وگومارل شى. د سپېنى ماڼى ېوې نطآقى ډانه پرېنو ووېل چې د امرېکا حکومت په دې خوشاله دى چې پاکستان اوس دانتخاباتو لپاره نېټه ټاکلى ده.

په عېن حآل کې نړېوال تحلېل کوونکى داسى وړاندېز لرى جمهور رئېس پروېز مشرف دې قدرت ېوې داسى سر پرستى ادارې ته وسپاري چې په توافق نظر سره منځته راغلى وى او هغه په هېواد کې امن او ثبات راولى.

په بروکسل کې دنړېوالو شخړو د اوارولو ېوه اداره وايي چې پروېز مشرف د قدرت ساتلو هلو ځلو ته په هر قېمت چې وى ادامه ورکړېده او دا ملى پخلاېنى له روحېې سره اړخ نه لگوى.

XS
SM
MD
LG