د لاس رسي وړ اتصالات

د ځان وژنى په ېوه پېښه کې د سړک جوړولو کارگران او ېو پولېس وژل شوېدى


ېوه ځان وژونکي نن د پنجشنبې په ورځ په جنوب لوېدېځ افغانستان کې په ېوه برېد کې لږ تر لږه او ه کسان وژلى دى او څو تنه نور ېې زخمى کړېدى.

په وژل شوو کې ېو افغان پولېس او د سړک جوړولو هندوستانى کارگران شامل دى. دغه ځان مرگى برېد په نېمروز کې سوى و.

د چارشنبى په ورځ د امرېکا پوځ په افغانستان کې ووېل چې ېو عسکر او دهغه افغان ترجمان په خوست کې د سړک دغاړى په بم باندى ووژل شول. په همدغه پېښه کې دوه نورعسکر زخمى شوېدى.

د افغانستان ددفاع وزارت ووېل لږ تر لږه څلو ر سر افراطېان په ېوه جلا پېښه کې هغه وخت ووژل شول چې خپل بم ېې مخکى له وخت نه وچاودېده.

همدارنگه د چارشنبى په ورځ په افغانستان کې د ناټو د قواو ېو عالېرتبه قوماندان ووېل سږکال به په افغانستان کې په بې سابقې ډول داپېنو تولېد زېات سى او طالبانو حملى به هم دوام ولرى.

د امرېکا ېوه جنرال ډان مکنېلى په کابل کې خبرېالانو ته ووېل چې سږکال به د اپېنو په حاصلاتو کې بې شانه زېاتوالى سى اود طالبانو جنگېالى به ډېرې پېسى ولرى.

XS
SM
MD
LG