د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئېس مشرف وايي د بېنظېر بهټو په قتل کې حکومت لاس نلري


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف هغه تورونه ردوي چې د پاکستان پوځ او استخبارات د پخوانى صدراعظمى بېنظېربهټو په قتل کې لا س لرى.

نن د پنجشنبى په ورځ په ېوه خبرى کنفرانس کې چې په اسلام اباد کې وشو پروېز مشرف ووېل دى د مخالف گوند د مشرې د قتل د تحقېقاتو په برخه کې په بشپړ ډول قانع ندى.

ښاغلى مشرف دېته اشاره وکړه چې له حملى نه لږ وخت وروسته ېوه محلى تلوېزېون دا وښودل چې د حملى له ځاى نه ېې وېنى او نور شېان ومېنځل او پاک ېې کړل.

ددى امکان شته چې له دې سره مهم شواهد له منځه تللى وى.

د پاکستان پخوانى صدر اعظمه بېنظېر بهټو د تېرې پنجشنبى په ورځ د ډېسېمبر په اوه وېشتمه نېټه د راولپنډى په ښار کې چې عسکرى چوڼۍ او پوستې پکى ډېرې دى دېوې غونډې په ترڅ کې ووژل شوه.

د مېرمن بهټو د مرگ په باب جنجال او اختلاف نظر موجود دى. د پاکستان حکومت وايي چې هغه د ټوپک په گولېواو ېا د بم په پرچو نده مړه شوې، بلکه د هغې سر د هغه سر خلاصى موټر له دروازې سره د بم د چاودنى په وخت کې لگېدلى دى چې دا پکى سپره وه.

د مېرمن بهټو ملاتړي واېې چې پرهغى باندى ډزې سوېدى او لگېدلى وه. د پاکستان د پېپلز گوند معتبر چارواکى وايي دوى غواړى چې د پروېز مشرف حکومت دا ومنى چې دملگرو ملتونو ېو کومېسېون ددغه قتل تحقېقات وکړى.

هغوى وايى دا به ېوازېنى لاره وى چې په دې برخه کې حقېقت معلوم سى. د پاکستان د پېپلز گوند او د نواز شرېف گوند د حکومت دا فېصله محکومه کړېده چې پارلېمانى انتخابات دې د فبرورى تر اتلسمى نېټى پورې وځنډول سى.

حکومت ددې فېصلى سبب هغه بلواگانى ښودلى دى چې د بېنظېر بهټو له قتل نه وروسته وشوې. خو مخالف سېاسى گوندونه وايي چې دوى به په انتخاباتو کې گډون وکړى. په اول کې دانتخاباتو لپاره د جنورى اتمه نېټه ټاکل شوې وه.

د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د چارشنبى په ورځ خپل ملت د خطاب په ترڅ کې ووېل چې انتخابات به ازاد منصفانه او دامن په فضا کې ترسره شى.

هغه دا وعده هم وکړه چې په انتخاباتو کې به دا من د تامېن لپاره عسکر هم په کار وگومارل شى. د سپېنى ماڼى ېوې نطآقى ډانه پرېنو ووېل چې د امرېکا حکومت په دې خوشاله دى چې پاکستان اوس د انتخاباتو لپاره نېټه ټاکلى ده.

په عېن حآل کې نړېوال تحلېل کوونکى داسى وړاندېز لرى جمهور رئېس پروېز مشرف دې قدرت ېوې داسى سر پرستى ادارې ته وسپاري چې په توافق نظر سره منځته راغلى وى او هغه په هېواد کې امن او ثبات راولى.

په بروکسل کې د نړېوالو شخړو د اوارولو ېوه اداره وايي چې پروېز مشرف د قدرت ساتلو هلو ځلو ته په هر قېمت چې وى ادامه ورکړېده او دا ملى پخلاېنى له روحېې سره اړخ نه لگوى.

XS
SM
MD
LG