د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي مفتشان د میرمن بوتو د قتل تحقیقات كوي


د برتانیې د تروریزم ضد مامورینو یو هیات پاکستان ته رسیدلی چی په هغو تحقیقاتو کی برخه واخلی چی د پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو د وژلو په باب کیږی . پاکستاني چارواکي وایی چی د سکاټلینډ یارډ د پولیسو یو پنځه کسیز هیات نن اسلام آباد ته را رسیدلی دی .

جمهوررئیس پرویز مشرف د برتانوي پولیسو نه وغوښتل چی د میرمن بوتو د وژلو په سر چی کوم جنجال را پیدا دی د هغه د حلیدو د پاره دي تحقیقات وکړی . ښاغلي مشرف پرون وویل چی دی د ترسره شوو تحقیقاتو نه راضي نه دی . هغه دا تورونه هم رد کړل چی وایی په دې قتل کی د پاکستان د اردو او استخباراتو لاس و .

ښاغلي مشرف وویل چی میرمن بوتو د حکومت د هغو پرله پسې غوښتنو پروا ونه کړه چی ورته ویل یې چی د خپل ژوند ساتلو ته دی متوجه وی . هغه وویل چی دغي مخالفي مشري د امنیت معیاري مقررات مات کړل او ددې دپاره چی دخلکو ښه هرکلی وکړی نو د خپل موټر سر یې خلاص کړ او د خلکو هرکلی یې کاوه .

XS
SM
MD
LG