د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اود هوکابی  دائی وا دایالیت په گوندی غونډه کې بريالی شول


دائوا رایه ورکونکو سناتوراوباما ته ٣٨ فیصده رایه ورکړه چې دا دجمهوری ریاست دمقام لپاره دډیموکراتیک گوند دکاندیدولو لپاره داوږدی لاری پیل دی. دنیویارک سناتورې هیلری کلنټن چې ټول تیر کال ئې په انتخاباتی مبارزه تیر کړ چې رایه ورکونکی قانع کړی او دگوند حتمی انتخاب ؤ، په گوندی انتخاباتو کې دریمه راغله او دشمالی کارولینا پخوانی سناتورجان ایډوارډز دوهم راغی.

دلومړیو نتیجو داعلانولونه وروسته سناتوراوباما خبریالانوته وویل، دی به په راتلونکو انتخاباتی مبارزو کې پدی پیغام باندی زورواچوی. موږ دویری په ځای هیله انتخابوو، دبی اتفاقی په ځای اتحاد غوره کوو او داپیغام استوو چې په امریکا کې بدلون راتلونکی دی . دجمهوریت غوښتونکی گوند له خوامائک موکابی پخپل نژدی سیال میټ رومنی باندی بریالی شو.

هوکابی باپتست پادری دی چې دایوان جیلکل په عیسویانو باندی حساب کوی . هغه خپلو طرفدارانوته دخبرو په ترڅ کې دائواله خلکونه مننه وکړه. زه ډاډه نه اوم چې دخپل پلرنی ایالت ارکنسانه به زیات دبل ایالت سره مینه ولرم مگرد ائوا سره بی ساری مینه لرم . دائوا په گوند ی غونډه کې دتیرکال نه زیاتو خلکوگډون کړی و،داځکه چې په دواړو گوندونو کې انتخاباتی مبارزه ډیره نژدی وه . داپه څه باندی پنځوسو کالو کې لومړی ځل دی چې هیڅ گوند جمهوررئیس یا دجمهوررئیس مرستیال پدی گوندی انتخاباتو کې نه ونومولی .

XS
SM
MD
LG