د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په نا ارامه صوبه سرحد کې دیوې کورنې اوه ‏(‎تنه ‏)‎ وژل شوی دی


دپاکستان ماموران وائې،دهیواد په ناارامه صوبه سرحد کې په جنگ کې دیوې کورنی لږترلږه اوه ‏(‎٧ ‏)‎ وژل شویدی . دغه ملکی کسان پرون دجمعی په ورځ په داسی وخت کې ووژل شول چې دصوات په ناوه کې ددوی په کورکې دتوپ هغه گولی ولگیده چې امنیتی قواوگوزارکړی وه . په دغه سیمه کې لږترلږه دری کورونه ویجاړ شوی هم وو.

پوځیانو وویل، ددوی هدف په سیمه کې دافراطیانو مورچلی وی . دپاکستان پوځ تیرکال دصوات په دره کې دافراطیانوپه خلاف هغه وخت غټه تهاجمی څمله کړی وه چې افراطی ملا فضل اله دحکومت په خلاف دجهاد اعلا ن کړی و. له هغه وخت نه راپدی خوا امنیتی قواو څه دپاسه دوه سوه افراطیان وژلی دی اوله افراطیانونه ئې اکثره سیمه خالی کړیده .

XS
SM
MD
LG