د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په پاکستان کې په نوو پټو عملېاتو باندى غور کوي


ېو چاپى رپوټ وايي چې د امرېکا حکومت په دې غور کوي چى د امرېکا استخباراتو او پوځ ته واک او اختېار ورکړى چې په شمالى پاکستان کې ډېر جدي پټ عملېات تر سره کړى.

نن د ېکشنبى په ورځ د نېوېارک ټاېمز ېو رپوټ وايي چې د ملى امنېت د عالېرتبه سلاکارانو ته ترمنځ د هغو رپوټونو په مقابل کې د ځواب په توگه بحث روان دى چې وايي القاعده او طآلبان خپلې هلى ځلى ددى لپاره زېاتوى د پاکستان حکومت بى ثباته کړى.

دغې ورځپاڼى د حکومت د جگپوړه چارواکېو له قوله چې نومونه ېې ندى اخېستى لېکلى دى چې ددغه پلان له مخى به دامرېکا استخبارات د پوځ له خاصو قواو سره په گډه کار کوى او په پاکستان کې دننه به د حملو لپاره پراخه اختېارات ولرى.

په ځېنى مواردو کې به هغو استخباراتو معلوماتو نه هم کار اخلى چې پاکستان ېې ورته برابروى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې په دې پلان باندى د امرېکاد جمهورى رېاست مرستېال ډېک چېنى، امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس او د سپېنى مآڼى د ملى امنېت جگپوړه سلاکارانو د جمعى په ورځ بحث کړېدى.

په دغه بحث کې د امرېکا پر پالېسۍ اوستر اتېژي باندى دپاکستان په مقابل کې د بېنظېر بهټو له مرگ نه وروسته له سره غور کېږى.

ښاغلى بش اسره من دى چې د منځنى ختېځ په سفرکې د سولې هڅى پرمخ ولاړې شى د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي په دې اونى کې دده د منځنى ختېځ د سفر مهم هدف دادى چې د اسرائېلو او فلسطېن دسولى د هلو ځلو لپاره لا زېات ملاتړ ترلاسه کړى.

ښاغلى بش وايي دى به اول د اسراېېلو له صدر اعظم اېهود اولمېرت او د فلسطېن له جمهور رئېس محمود عباس سره د سولى دمذاکراتو د پرمختگ لپاره ملاقات وکړى چې هغه هدف ته ورسېږى چې د جمهور رئېس په وېنا داېنده لپاره دهغوى دواړو گډه هېله او اسره ده.

دغه گډه هېله "د اسراېېلو او فلسطېن دوه دېموکراتېک دولتونه دى چې څنگ په څنگ په سوله اوامن کې اوسېږى."

د امرېکا جمهور رئېس به له واشنگټن نه د سه شنبى په ورځ ناوخته په خپل سفر پېل وکړى.

وروسته له دېنه چې هغه به په اسراېېلو او لوېدېزه غاړه کې تم شى، ښاغلى بش به په سېمه کې دامرېکا پنځو مهمو انډېوالو هېوادونو ته په سېمه کې سفر وکړى.

دغه پنځه هېوادونه کوېت، بحرېن، متحده عربى امارات، سعودى عربستان او مصردي.

ښاغلى بش د شنبى په ورځ په خپله اونېزه راډېويى وېنا کې ووېل دى به عرب مشران دېته وهڅوى چې له هغه څه سره مقابله وکړى چې دى ورته داېران له تېري ته ډکه قدرت طلبى وايي.

ښاغلى بش ووېل دى به هغوى ته ډاډ ورکړى چې د امرېکا تعهد دهغوى د سېمه ئېز امنېت په مقابل کې قوى او دوامداردى.

ښاغلى بش دا هم ووېل چې دى په دې عقېده ندى چې د اېران برېد به پر اسراېېلو باندى نېژدې او حتمى دى، خو که چېرې پېښ شى نو امرېکا به له اسرائېلو نه دفاع وکړى.

د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد وېلى دى چې پکارده اسراېېل د دنېا له نقشې نه نېست او نابود کړى شى.

ښاغلى بش ووېل که دى ېو اسراېېلي واى نو ده ته به داېران د جمهوررئېس خبرى جدى ښکاره شوې واى.

XS
SM
MD
LG