د لاس رسي وړ اتصالات

اېران ېو جرمنى دېپلومات اېستلى دى


اېران وايي دوى ېو جرمنى دېپلومات په دې باندى له اېران نه اېستلى دى چې هغه غېر دېپلوماتېک فعالېتونه کول.

د اېران د خارجه وزارت نطاق على حسېنى په خپل اونېز کنفرانس کې د جرمنى د ېو خبرى اژانس داخبره تصدېق کړه چې اېران ېوه جرمنى دېپلومات ته امرکړېدى چې له اېران نه ووزي.

ښاغلى حسېنى ددغه دېپلومات نوم ندى اخېستى او نه ېې په دې برخه کې نور تفصېلات ورکړېدى. په برلېن کې د جرمنى حکومت همدومره وېلى دى چې ېو جرمنى دېپلومات له اېران نه وتلى دى.

د پېښو څارونکى وايي دا اقدام به غالبا د جرمنى دهغه اقدام په مقابل کې د بدل اخېستو په خاطر شوى وي چې د تېر جولاى په مېاشت کې جرمنى داېران ېو دېپلومات له جرمنى نه اېستلى و.

د جرمنى ېوې اونېزې خپرونى دېر شپېگل تېره مېاشت رپوټ ورکړى و چې داېران دېپلومات له جرمنى نه په دې سبب اېستل شوى و چې هغه په بوارېا کې له ېوې کمپنى سره دېوه داسى شي داخېستلو لپاره خبرى کړى وى چې هغه دېورانېمو په غنىکولو کې استعمالېدلى شى.

XS
SM
MD
LG