د لاس رسي وړ اتصالات

اېهود اولمېرت او محمود عباس به جورج بش سره ملاقات وکړى


د اسرایلو یو مامور ویلی دی چی د دوی صدراعظم ایهود اولمرت او فلسطینانو جمهور ریس محمود عباس دا نیت لری چی په دی هفته کی د امریکا د جمهورریس جورج بش د راتگ نه وړاندی خپلو کی سره ووینی.

د غه مامور چی د نوم د نه ښودلو په شرط یی دا خبره کړیده ویلی دی چی تراوسه پورې ددغه ملاقات دپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

بلخوا د اسرایلو د ستراتیژیکو چارو وزیر لیبرمین ویلی دی چی که چری د اسرایلو حکومت د فلسطینانو سره د سولی خبری شروع کړی نو د ده ډله به د اسرایلو د ایتلافی حکومت نه خپله لاره بیله کړی.

ښاغلی لیبرمین د اسرایلو د راډیو سره په خبرو کی ویلی دی چی که چری د منطقی په مهمو مسلو خبری وشوی او د لویدیزی غاړی نه د یهودیانو د ابادیو د ختمولو خبره وشی نو دوی به د حکومت نه ووځی.

په عین حال کی د اسرایلو فوځ ویلی دی چی د دوی عسکرو د غزی په تړانگه کی یو فلسطینئ په هغه سیمه کی وژلی دی چی په دوی باندى ترېنه د هاوان او راکټو ډزې شوی وو.

XS
SM
MD
LG