د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ولایت کی څلور نفر وژل شویدی 


د افغانستان په هلمند ولایت کی دولتی چارواکی وایی چی د سړک د غاړی د بم په یوه چاوده کی څلور نفر وژل شویدی.

دوی وایی چی افغان پولیسو د نادعلی په سیمه کی یو بم وموندو خو دی نه واړندی چی خنثایی کړی بم پری درز وهل.

په مړو کی دوه پولیسان او دوه ملکی کسان شامل دی. څلور نور ملکیان په کی ژوبل شوی هم دی.

بلخوا افغان چارواکی وایی چی یو ځان مرگی حمله کونکی د قندهار په ولایت کی د ملی پولیسو پینځه مامورین ژوبل کړیدی.

په سپین بولدگ کی د قندهار پولیس وایی چی دغه ځان مرگی چی پیاده را روان و ځان یی د پولیسو د گزمی سره په بمونو والوزو.

او په یو بل خبر کی راغلی چی د ناټو په مشرئ د ایتلاف قواوی وایی چی د ایساف دوه عسکر د کندهار په زیړئ ولسوالئ کی د سړک په یوه ترافیکی پیښه کی مړه شویدی. په دی خبر کی د مړو عسکرو د قومیت په باب څه نه دی ویلی شوی خو احتمال دی چی دوی به د کانډا وی.

XS
SM
MD
LG