د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی وزیرستان کی یاغیانو اته قبایلی مشران وژلی دی


د پاکستان دولتی چارواکی وایی چی یاغیانو د جنوبی وزیرستان په سیمه کی د‏ حکومت طرفدار اته تنه محلی قبایلی مشران وژلی دی.

مقامات وایی چی دا کسان د شنبی او یکشنبی په ورځو کی په جلا جلا پیښو کی وژل شویدی. په لومړی پیښه کی حمله کونکو دری قبایلی مشران د وانه په ښار کی وژلی دی.

او بیا نن ٥ نور هم دی ښار ته نیژدی وژل شویدی.

د ایسو سیټیډ پریس خبری اژانس ویلی چی دی اتو مشرانو دا نیت درلودو چی نن یی غونډه کړی وی او د ‏حکومت او مخالف لوری ترمنځ په روغه جوړه یی خبری کړی وایی.

د تشدد په یوه جلا پیښه کی د پاکستان فوځ وایی چی یو ځان مرگی د سوات په سیمه کی ځان د فوځ د مرکز سره په بم الوزولی ځان یی وژلی او یو شمیر عسکر یی ژوبل کړیدی.

XS
SM
MD
LG