د لاس رسي وړ اتصالات

په کینیا کی د ‏حکومت مخالفینو د سولی خبرو ته د فرصت برابرولو دپاره احتجاج ځنډولی دی


د کینیا د مخالفی ډلی مشر په دی هفته کی د نورو احتجاجونو پلان ځنډولی دی او وایی چی باید ولی خبری یو څه فرصت ولری.

دا اعلان په داسی وخت کی شویدی چی د کینیا حکومت ویلی دی چی تر اوسه د دسمبر د میاشتی د انتخاباتو نه پس شوو بلواگانو کی ٥٠٠ کسان وژل شویدی.

د کینا د حکومت مخالف مشر او ډینگا د افریقایی چارو د پاره د امریکا د خارجه وزارت د مرستیا جینډی فریزیر سره لیدلی دی. او ډینگا د کینیا په جمهور ریس تور لگولی دی چی ده په انتخاباتو کی درغلی کړیده.

او وایی چی دی به هیڅکله مخامخ خبری ونه کړی. خو اوس وایی که بین المللی منځگړی موجود وی نو خبری کیدای شی.

او د اوډینگا د نارنجی دیموکراتیک غورځنگ لخوا کینیا کی د نوو انتخاباتو کولو غوښتنه شویده. خو د جمهور ریس کیبا کی حکومت وایی چی دی یوازی د محکمی د امر په اساس نوی انتخابات کولی شی.

XS
SM
MD
LG