د لاس رسي وړ اتصالات

په غبرگو ځان مرگی حملو کی د بغداد په شمالی برخه کی ١۴ تنه وژل شوی دی


د عراق چارواکی وایی چی په غبرگو ځان مرگی حملو کی د بغداد په شمالی برخه کی لږ تر لږه ١۴ تنه وژل شوی او ٢٠ نور ژوبل شویدی.

د عینی شاهدانو په وینا حملی کونکی اول ځان د پولیسو د یو مرکز مخی ته په بم والوزو. دا مرکز د جوماتونو او زیارتونو دپاره خدمتونه برابروی چی یو څو شیبی پس یی یو بل موټر بم والوتو.

چارواکی وایی چی په دی حمله کی د امریکا طرفدار یو سنی مشر وژل شویدی.

یو شمیر سنی یانو د بیدارئ د غورځنگ په نوم یو تحریک شروع کړی چی هدف یی د امریکا په مرسته د القاعده خلاف مبارزه کول دی.

بلخوا د بغداد د دوو پوهنتونو سره نیزدی شوو بمی چاودنو کی څلور نور کسان وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG