د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼئ: د سمندری قواو د مخامخ کېدلو پېښه کی اېران ډېر بې احتیاطه حرکات کړی دي


متحده ایالاتو د اېران دا ادعا رد کړې ده چی وایی د امریکا او اېران د سمندری قواو د مخامخ کېدلو پېښه عادی خبره وه او تهران ته یې خبرداری ورکړی دی چی بیا داسی ونه کړی.

د سپینی ماڼئ نطاقی ډانا پیرینو وویل په دغه پېښه کی اېران ډېر بې احتیاطه حرکات کړی دي او معمولی نه سی بلل کېدلای.

دا وایی د متحده ایالاتو د مقاماتو لپاره د دې خبری کول گران دي چی اېرانیانو به څه فکر کاوه او یا یې ه کول او یا دوی په اینده کی هم ددغه راز اعمالو خیال لری کنه.

د یکشنبې په ورځ د اېران کښتی د هورموز په ابنا کی د امریکا له جنگی بېړیو سره مخامخ سوې. د متحده یالاتو حکومت وایی د امریکا کښتیو وروسته له هغه ډزو ته تیاري وکړه چی د اېران کښتیو تعرضی عمل وکړ.

اېران وایی دغه مقابله یو عادی کار وو او وایی چی ښایی اېراني افرادو ته دا معلومه نه وه چی دا بېړۍ د چا دي.

XS
SM
MD
LG