د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د سختو واورو د اورېدلو له امله اوه لس تنه یې وژل شوی دی


په افغانستان کی د سختو واورو د اورېدلو له امله سړکونه بند شوي دي او اوه لس تنه یې وژلي دی. د افغانستان مقاماتو نن وویل د هرات او غور ولایتونه تر ټولو زیات زیانمن شوي دی.

په لس هاو کسان پر هغو لویو لارو باندی چی واوري باندی اورېدلي وې بند پاته شوي دي او په ځینو ځایونو کی تر یو متر پوری واوره اورېدلې ده.

د دغو واورو له امله د افغانستان په ځینو برخو کی نېستمنو خلکو ته د خوراکی موادو رسول هم گران شوي دی.

تېره هفته د افغانستان یوه وزیر خبرداری ورکړ چی د غنمو د بیی د لوړېدلو او د ملگرو ملتونو د خوراکی موادو پر کاروانونو باندی د حملو له امله هیواد د خوراکی موادو د سخت کمبود سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG