د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمی، بینظیر بوټو، زوی غوښتنه


د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمی بینظیر بوټو زوی د خپلی مور د قتلېدلو په قضیه کی د بین المللی تحقیقاتو د کېدلو غوښتنه کړې ده.

نولس کلن بلاول بوټو زرداري د پی پی پی دگوند د مشر په حيث د ټاکل کېدلو څخه وروسته نن په خپل لومړني خبری کنفرانس کی وویل هغه باور نه لری چی د پاکستان د حکومت له خوا کېدونکي تحقیقات به شفاف وی.

بلاول زرداري، چی په لندن کی یې خبری وکړې، دغه راز خبرداری ورکړ چی که د فبروری پر اته لسمه نېټه په پاکستان کی ازاد او عادلانه انتخابات ونه سي، نو هغه هیواد به ټوټی ټوټی شی.

بلاول زرداری نن دا ومنله چی هغه ډېره سیاسی تجربه نه لری او وې ویل چی د هغه لومړی کار د خپل تحصیل ختمول دي او غواړی هغه پوهه ترلاسه کړي چی په سیاست کی اړتیا ورته لری.

XS
SM
MD
LG