د لاس رسي وړ اتصالات

رچړډسن: که زه جمهور ریس شوم نو زه به د افغانستان قومونه د حکومت په لور را جلب کړم (مرکه)


د امریکا د جمهوری ریاست دپاره د د یموکرات گوند کاندید، بل رچړډسن، د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خپرونی همکار خان محمد علمی سره مرکه کړیده او د پاکستان او افغانستان په سیاسی حالات یی خبری کړیدی.

پوښتنه: په داسی حال کی چی پاکستان کی حالات ډیر خراب دی او تاسو خپله جمهور ریس مشرف یو دیکتاتور برولئ، تاسو د هغه هیواد د اینده په باب څه نظر لری؟

رچړډسن: زه پخپله خبر ولاړ یم. دی دیکتاتور دی نو ورسره کار نه لرو. دی باید د کار نه لری شی. مونږ باید د پاکستان د خلکو ملاتړ وکړو.

هغوی سره ودریږو. او هلته باید عادلانه انتخابات وشی. د هغی نه وړاندی باید یو سرپرست موقت حکومت جوړ شی چی پارلیمان دپاره لاره هواره کړی. او په دی لار مونږ کولی شو چی پاکستان کی د دیموکراسئ دپاره کار وکړو او د تروریزم مخه ونیسو.

پوښتنه: افغانستان دپاره تاسو څه فکر او پیغام لرئ.

رچړډسن: مونږ افغانستان حمایه کوو. مونږ غواړو چی د افغانستان قبایل او قومونه د حکومت سره ملگری شی. نو که زه جمهور ریس شوو نو زه به د افغانستان قومونه د حکومت په لور را جلب کړم او د سرحدی قبایلو سره به په دی کی کومک وکړو چی د خپلو منطقو نه وباسو او لری یی کړو.

XS
SM
MD
LG