د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییلو پولیس وایی د لبنان څخه دوه وار سوي راکټونه نن د هغه هیواد په شمال کی لگېدلي دي


د چا د زخمی کېدلو او مالی تاوان په باب رپوټ نه د یورکړه سوی. په کال ٢٠٠٦ کی چی په لبنان کی د اسراییلو او حزب الله تر منځ جگړه ختمه سوې ده دا پر اسراییلو باندی د راکټونو دوهمه حمله ده.

د نن ورځی د راکټونو مسولیت چا نه دی اخیستی. د کال ٢٠٠٦ دجنگ په وخت کی د لبنان د حزب الله گیریلایانو د اسراییلو پر شمال باندی تقریبا څلور زره راکټونه واورول.

نن د راکټونو دغه حمله لږ مخکی له هغه سوې ده چی جمهور ریس جورج بوش د منځنی ختیځ دوره پیل کوی. ټاکل سوې ده چی ښاغلی بوش سبا اسراییلو ته ورسېږی.

XS
SM
MD
LG