د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بوش به نن د ترکیې له جمهور ریس سره وگوری


جمهور ریس بوش به نن د ترکیې له جمهوریس سره وگوری او منځنی ختیځ ته به د سفر له پیل کولو نه مخکی د عراق د بیا ابادولو په باب یوه ویډیویی خبری کنفرانس کی برخه واخلی.

ښاغلی بوش او د ترکیې جمهور ریس عبدالله گل به په خپلو خبرو کی د عراق په شمال کی په کردی یاغیانو باندی د ترکیې د قواو په تازه حملو باندی بحث وکړی.

دوی به دغه راز د افغانستان او د استانبول ددې پېشنهاد په شمول چی غواړی د اروپایی اتحاد غړیتوب ترلاسه کړي یو شمېر موضوعاتو باندی خبری وکړی.

دا د ترکیې د جمهور ریس په حيث، امریکا ته د ښاغلي گل لومړنی سفر دی. ښاغلی بش به وروسته د عراق د بیا ابادلو له ایالتی ټیم او د جگړې د میدان له قوماندانانو سره په یوه ویډیویی خبری کنفرانس کی برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG