د لاس رسي وړ اتصالات

د برټانیې یوه اوسېدونکي په پاکستان کی د ټروریسټی حملو د پلانونو جوړولو پر گناه اقرار کړی دی


د برټانیې یوه اوسېدونکي په پاکستان کی د ټروریسټی حملو د پلانونو جوړولو پر گناه اقرار کړی دی او بندیخانې ته لېږل سوی دی.

د لندن د مرکزی جنایی محکمې یوه قاضی نهه ویشت کلن سهیل قریشی نن په څلور نیم کاله بند محکوم کړ. څارنوالانو وویل چی قریشی د اسلامی افراطیت ډېر ټینگ طرفدار دی او په نظر کی یې درلودل چی یا په پاکستان او یا په افغانستان کی له دوو څخه تر دریو هفتو پوری عملیات وکړی.

قریشی د لندن د هیترو په هوایی میدان کی د کال ٢٠٠٦ د اکټوبر په میاشت کی، اسلام اباد ته د پرواز کولو په وخت کی ونیول سو.

مقاماتو له هغه سره ډېری زیاتی نغدی پیسې، طبی وسایل، د شپې لیدلو عینکی او کمپوټری اسناد پیدا کړل.

XS
SM
MD
LG