د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو موسسې پر یوه کاروان باندی د سوډان د ډارفر په سیمه کی حمله سوې ده


د ملگروملتونو مقامات وایی د هغی موسسې او د افریقا د یوالی د موسسې د موادو د روسلو پر یوه کاروان باندی د سوډان د ډارفر په سیمه کی حمله سوې ده.

د ملگروملتونو یوه اعلامیه وایی یو ملکی موټروان هغه وخت ټپی سو چی د ډارفر په لوېدیځ کی د ام بارو په علاقه کی یې پر موټر باندی د دوشنبې په ماښام حمله وسوه.

دغه اعلامیه وایی په دغه سیمه کی د یاغاینو او د سوډان د حکومتی قواو ترمنځ سخت جنگونه وران دی. د جنوری د لومړۍ نېټې راهیسی چی ملگرو ملتونو اود افریقا د یوالی موسسې په دغه سیمه کی خپل د سولی قوتونه اچولي دي.

دا لومړی ځل دی چی پر هغوی باندی حمله کېږی. د سولی ساتنی په دغه قوه کی تقریبا نهه زره پولیس او عسکر برخه لری او دافریقا د یوالی د موسسې دهغی قوې څخه یو څه لویه ده چی د ډارفر په سیمه کی د سولی ټینگولو په کار کی ناکامه سوه.

XS
SM
MD
LG