د لاس رسي وړ اتصالات

بوش دمنځنی ختیځ د دورې په پیل کی اسراییلو ته رسېدلی دی


جمهور ریس بوش د منځنی ختیځ د دورې په پیل کی اسراییلو ته رسېدلی دی. هغه غواړی دد ې سفر په ترڅ کی د اسراییلو او فلسطیینانو ترمنځ د سولی خبری تشویې کړي او پر هغه تهدید باندی وږغېږی چی د اېران له خوا متوجه دی.

ښاغلي بوش په تل ابیب کید بن گوریون په هوایی ډگر کی د هرکلي د مراسمو په ترڅ کی وویل اوس په ټوله سیمه کی د سولی او ازادی دپاره نوي فرصتونه برابر سوي او د خلکو سره د سولی او ازادی ژوره هیله موجوده ده.

د اسراییلو جمهور ریس شیمون پیریز د هرکلی ویلو په وینا کی اېران ته خبرداری ورکړ چی اسراییل څخه د ځان څخه ددفاع داپره کافی قوت لری او دوی باید دغه قوت کمزوری ونه گڼی.

ده دغه راز له جمهور ریس بوش څخه وغوښتل چی د اېران، حزب الله او حماس لېونتوب ته د خاتمې ورکولو دپاره مرسته وکړی.

ښاغلی بوش په بیت المقدس کی د ښاغلي پیریزاو صدر اعظم ایهود اولمرټ سره خبری کوی. هغه به سبا د اوردون د سیند لوېدیځی غاړی ته ولاړ سی اود فلسطیینیانو د جمهور ریس محمود عباس سره به جلا خبری وکړی.

ښاغلي بوش ویلي دي چی دواړه خواوی باید په څرگنده توگه په دې باره کی خپل نظر بیان کړي چی د ټروریسټانو او هغو قاتلانو سره سره جگړه کوی چی د ډیموکراسی د مخنیوی په منظور بېگناه خلک وژنی.

XS
SM
MD
LG