د لاس رسي وړ اتصالات

هیلری کلینټن په نیوهمپشیر کی د جمهوری ریاست دپاره کاندیدې گټلې ده


د نیویارک سناتوري هیلری کلینټن په نیوهمپشایر کی د ډیموکراټ گوند له خوا د جمهوری ریاست دپاره کاندیدې گټلې ده او داریزونا سناتور جان مک کېن د جمهوری غوښتونکو له خوا کاندید سوی دی.

د رایو د سروې گانو نه ښکاری چی ښځو هیلری کلینټن ته ډېری زیاتی رایی ورکړې او هغې رقیب سناتور بارک اوباما ته یې ماته ورکړه.

د نیویارک سناتوری او د پخواني جمهور ریس کلینټن مېرمني د خپل بري په وینا کی وویل دا تیاره ده چی امریکا ته هغه مخکنی قوت ورپه برخه کړی لکه دې ته چی په نیوهمپشایر کی ډیموکراټو رایه ورکونکو ورپه برخه کړی دی.

اوباما، چی د سناتوری کلینټن څخه وروسته یې دوهم مقام ترلاسه کړی وو، هغې ته مبارکې وویله او اعلان یې وکړ چی د تغیر دپاره د میلیونو انسانانو غوښتني ته د جواب ویلو دپاره به انتخاباتی مبارزې ته دوام ورکړی.

ایوا او نیوهمپشایر نسبتا واړه ایالتونه دي، مگر د جمهوری ریاست دپاره د ډیموکراټ او جمهوری غوښتونکي گوند له خوا د کاندید په معرفی کولو کی ډېره لویه اغېزه لری.

XS
SM
MD
LG