د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د متحده ايالاتو د پلان هرکلى وکړ


د افغانستان حکومت پرون د امرېکې ددی پلان هرکلی وکړ چه دری زره نور اضافی عسکر افغانستان ته لېږی چه د راتلونکي پسرلی په موسم کی د طالبانو متوقع تعرضی عملېات شنډ کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت وېاند، جنرال ظاهر اعظېمی، واېې چه د اضافی امرېکاېې عسکرو لېږل به په هېواد کی د وسله والو مخالفانو په خلاف په نظامی عملېاتو کی کومک وکړی.

خو نوموړي ووېل چه ددی مسلی د اوږدی مودی حل دادی چه د افغانستان خپله ملی اردو پېاوړی شی تر څو وکولی شی په افغانستان کی امنېت او د خلکو هوساېې تامېن کړی.

پرون د چهارشنبی په ورځ د امرېکا ددفاع وزېر، رابرټ گېټس، اعلان وکړ چه د اپرېل د مېاشتی د لومړۍ نېټی پوری افغانستان ته د امرېکا دری زرو نورو سمندری پوځونو د لېږلو په ېوه وړاندېز باندی لگېادی غور کوی.

فعلا امرېکا په افغانستان کی اوه وېشت زره عسکر لری چه سم نېماېې ېې د ناتو د قوماندې لاندی اېتلاف کې شامل دی.

له بلی خوا د افغانستان حکومتی مقامات واېې چه نن په زابل کی په ېوه انتحاری حمله کې پخپله د بم چوونکی ووژل شو او ېو دوکاندار زخمی شو.

حمله کوونکی مخکی ددی نه چه خپل هدف ته ځان ورسوی، بم ېې بی وخته خلاص شو.

په عېن وخت کی د ناتو نظامی ماموران واېې چه د چهار شنبی په ورځ، د افغانستان په ېوه جنوبی سېمه کې ېې د ماېن په خلاصېدو کې ېو عسکر مړ او ېو عسکر ېې زخمی شو.

XS
SM
MD
LG