د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې شل کسان، چه اکثرېت ېې پولېسان وو، مړه شول


د پاکستان پولېسو نن راپور ورکړ چه په لاهور کې شل کسان چه اکثرېت ېې پولېسان وو، په ېوه ځان وژونکی حمله کی مړه شول.

حکومتی مقامات واېې چه چاودنه کی تقرېبا شپېته کسان زخمی شوی دي. دا چاودنه د لاهور د هاېکورت د ودانئ مخی ته د خلکو نه ډکی ېوې څلور لاری کې وشوه.

په دغه ځای پولېسان ددی لپاره ولاړ ؤ چه د حکومت په خلاف د مدافع وکېلانو د ېوی مظاهری په وخت امنېت وساتی..

پولېس واېې چه حمله کوونکی په ېوه مټر ساېکل باندی سپور ؤ او کله چه پولېس ودراوه نو خپل بم ېې خلاص کړ.

د لاهور د پولېسو قوماندان ملک اقبال واېې چه نور ټول مړه او ژوبل شوی کسان پولېسان دی، او فقط ېو کس ېې ملکی سړی دی.

سمدستی لا چا ددی حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی، خو په تېرو څو مېاشتو کی د پاکستان په امنتې قواو او سېاست مدارانو باندی څو واری حملی شوی دی چه حکومت ېې ټوله ملامتېا د القاعدی د طرفدارو اسلامی جنگېالو په سر ورغورځوی.

XS
SM
MD
LG