د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان ولسي جرگې منلې چی افغانستان ته خپل ماموریت بیا پيل کوی


د جاپان د پارلمان وکیلانو هغه قانوني لایحه منظور کړه چی په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو د ملاتړ د پاره به خپل سمندري ماموریت بیا پیل کوی . دا پیشنهاد نن د جمعې په ورځ د جاپان ولسي جرگې چي د صدراعظم یاسو فوکودا د حاکم ائتلاف تر کنټرول لاندی ده ، منظورکړ.

مخکي دا پیشنهاد د جاپان د مشرانو جرگې چی مخالفین اکثریت په کی لری رد شوی و . ښاغلئ فوکودا او مخالف مشر ایشیرو اوزاوا ددې هفتې په سر کی ددغه ماموریت ددوام په باب موافقې ته ونه رسیدل . د اوزاوا گوند وایی چی د امریکا په مشري قواود پاره د لوژیستیکي مرستو برابرول د جاپان د اساسي قانون سره سمون نه لری . مگر ښاغلئ فوکودا وایی چی سمندري ماموریت یې د سولي ساتني په بین المللي عملیاتو کی شمیرل کیږی چی هدف یې د نړۍ والي ټولنی سره مرسته کول دي .

د ښاغلي فوکودا حکومت دا ماموریت د تیر کال د نومبر په میاشت کی وروسته له هغه ختم اعلان کړ چی د مشرانو جرگې یې دا ونه منله چی هغه دي نور هم دوام وکړی .

XS
SM
MD
LG