د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدراعظم چین ته ځی


په داسې حال کې چې د هند صدراعظم من موهن سنگه دې ته تیاريږي چې د چین د چارواکو سره بله هفته خبرې پیل کړي، هند ددغو خبرو اهمیت ته اشاره کوي. د هند مشر د چین سره د خپلو اړیکو په اهمیت باندې ډیر ټینگار کوي اووايي چې دا ډیره ضروري خبره ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر شیف شنکر مینون وویل چې دواړه مشران به هڅه وکړي چې اړیکې ښې کړي.

مینون وايي: زمونږ لپاره چین یو ستر گاونډی دی او چین هغه هیواد دی چې زمونږ اړیکې ورسره په چټکۍ وده کوي. دا اړیکې د ١٩٨٨ کال راهیسې چې مونږ غوښتل سترې ستونزې هوارې کړي مخ په ښه کیدلو دي. مونږ زمینه داسې برابرو چې زمونږ اړیکې نورې هم ښې شي. په دې وروستیو کلونو کې دواړو هیوادونو ډیرې هڅې کړي دي چې ددواړو تر منځ پخوانۍ دښمني له منځه لاړه شي. دوی په ١٩٦٢ کال سره جگړه کړې وه.

دواړو هیوادو ته د یو بل د چارواکو کتنه او ستراتیژیکه همکاري درې کاله مخکې پیل شوېده. په ټولو کې مهم پرمختگ په اقتصادي ډگرکې شوی دی او اوس په دغه ډگر کې د نور پرمختگ لپاره نوره زمینه د من موهن له سفر نه هیله کیږي. ددواړو هیوادو ترمنځ سوداگري معاملې د ٣٧ ملیاردو ډالرو نه اوړي اودغه اندازه په چټکۍ سره زیاتیږي. د هند او چین اقتصاد په چټکۍ وده کوي او دواړه حاضر دي په مهمو مسئلو لکه انرژي او د اقلیم د بدلون په هکله نورې خبرې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG