د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته دنورو سمندری عسکرو دلیږلو په باره کې تراوسه پوری فیصله نده شوی :


دامریکا یولوړ رتبه نظامی ماموروائې، ددفاع وزیر رابرټ گیټز تراوسه پوری فیصله نده کړی چې افغانستان ته داضافی عسکرو دلیږلو لپاره غوښتنه ومنی یانه . دامریکا دلوی درستیزانو دکمیټی رئیس دسمندری قواوستر جنرال مائکل مولن وائې، ده پرون دجمعی په ورځ دښاغلی گیټزاو دنورو لوړ رتبه نظامی مامورانو ددغه پیشنهاد په باره کې خبری وکړی .

دسمندری قواو سترجنرال مولن وائې، په افغانستان کې دناټو دقواو مشرامریکائې جنرال ډان مک نیل هم په دغه غونډه کې حاضر و. په افغانستان کې امریکا ئې قوماندانانو غوښتی وو چې افغانستان ته دی دری زره پلی سمندرې عسکر راوستل شی او هلته دی داومیاشتو لپاره دیره وی. دسمندری قواو ستر جنرال مولن وویل، دی غواړی چې افغانستان ته واستول شی . مگر هغه وویل، لوړ رتبه ماموران دهغه فشار په باره کې اندیښنه لری چې په عراق او افغانستان کې ځمکنی قواوی لا پخوانه ورسره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG