د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مېوند په اولسوالۍ کې اته پولېسان ووژل


د افغانستان چارواکى وايى طالبانو نن د ېکشنبى په ورځ د افغانستان په جنوب کې د پولېسو په ېوه پوسته باندى برېد وکړ او لږ تر لږه اته پولېسان ېې ووژل.

د پولېسو چارواکى وايي طالبانو د کندهار د مېوند په اولسوالى کې دغه چټکه حمله کړې وه.

د افغانستان چارواکى وايي، د هېلمند په ولاېت کې نن د ېکشنبى په ورځ ېوه ځان وژونکي نن خپل ځان په بم والوزاوه او ېوپولېس ېې وواژه او څلور نورېې زخمى کړل.

رپوټ وايي ځان وژونکي چې په خپلې ملاپورې چاودونکي مواد تړلى وو، کوشش ېې وکړ چې په لشکرگاه کې پولېسو دېوه لوړ پوړه منصبدار کورته ورننوزي خو دهغه ساتندوېانو اېسار کړ.

په دې وخت کې هغه خپل چاودونکي مواد وچول او ېو پولېس ېې له ځان سره وواژه. په دې ترڅ کې هغه دوه پولېسان او دوه ماشومان هم زخمى کړل.

د افغانستان په اړه په نورو پېښوکې د نېدرلېنډ د دفاع وزارت وېلى دى چې ددغه هېواد دوه عسکر په افغانستان کې په جگړه کې وژل شوېدى.

رپوټ وايي چې په دغو عسکرو باندى د اورزگان ولاېت دده راود په سېمه کې هوايي ډگر ته نېژدى ناڅاپى ډزې وسوې. دغو دوه عسکرو په هغو عملېاتو کې برخه اخېستله چې دا معلومه کړى چې بې ځاېه سوي خلک بېرته څنگه دغى سېمى ته راستانه شى.

په دغو اقداماتو کې دافغانستان او نېدرلېنډ په سوونو عسکربرخه اخلى. ناټو چې په افغانستان کې دنړېوالو قواو مشري کوى داورزگان په ولاېت کې ېې دامنېت د ښه کولو لپاره دنېدرلېند تر ١٦ – سوو نه زېات عسکر ځاى په ځاى کړېدى.

رپوټ داهم وايي چې تراوسه پورې د نېدرلېند څوارلس عسکر په افغانستان کې ېا په مخامخ جگړو کې وژل شوېدى او ېاپه نورو پېښو کې وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG