د لاس رسي وړ اتصالات

اېران پر امرېکا دا تور لگوى چې په سېمه کې د اېران خلاف احساسات خپروي


د اېران حکومت واشنگټن په دې تورن کړېدى چې د امرېکا د جمهور رئېس جورج بش له سفر نه په منځنى ختېځ کې ددى لپاره کار اخلى چې په سېمه کې داېران خلاف احساسات خپاره کړى.

د اېران د خارجه وزارت نطاق محمد على حسېنى نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې امرېکا په خلېج کې دتازه پېښې په باب مبالغه کوى او مقصد ېې دادى چې داېران نوم بد کړى.

واشنگټن وايي چې د اېران کوچېنېو سمندرى بېړېو د جنورى په شپږمه نېټه د هرمز په سمندرى تنگى کې دامرېکا جنگى بېړېو ته گواښ وکړ.

د اېران نطاق دغه سمندرى مقابله بې اساسه بللى ده او له امرېکانه ېې غوښتنه کړېده چې په کوم ډول چې دوى دا پېښه وړاندې کړېده دهغى له امله بښنه وغواړى.

د امرېکا پنځمى سمندرى قوې قوماندان، د سمندرى قواو ډگرجنرال کېوېن کاسگرېف نن دامرېکا جمهور رئېس جورج بش ته په بحرېن کې ووېل چې دى دغه ډول مخامخېدل ډېر خطرناک او جدى بولى.

ښاغلى بش د چارشنبى په ورځ په اسراېېلو کې دتم کېدو پر مهال ووېل چې که اېران د امرېکا پر بېړېو برېد وکړى نو له جدي نتاېجو سره به ېې مخامخ سى. اېران او امرېکا دواړو ددغې سمندرى مخامخېدنې داسى وېډېو گانى خپرې کړېدى چې ددغې پېښې په باب ددوى د وېنا گانو تائېد کوى.

XS
SM
MD
LG