د لاس رسي وړ اتصالات

احتجاج کونکی په گرجستان کې راټول شویدی


د گرجستان د حکومت مخالف مشران او ددوی په لسگونو زره پلویان نن دیکشنبې په ورځ په تبلیسی کې راټول شویدی چې دهغه څه په باب احتجاج وکړى چې دوی ورته د جمهوری ریاست په وروستیو انتخاباتو کې بیساری ټگی برگی وائې.

د گرجستان د انتخاباتو چارواکېو نن دیکشنبی په ورځ وویل، دجمهوری ریاست دجنجالی انتخاباتو وروستی نتیجی ښېئ چې میخائل سا کاشویلی په ‏(‎٥٣ ‏)‎ فیصده رایو سره دجمهوری ریاست ددوهمی دوری لپاره انتخاب شویدی.

ښاغلې ساکاشویلی د اکثریت رائې گټلی دی نو اوس ددی فرصت نشته دی چې دمخالف مشر ‏(‎لیوان گاچیچ لادیځ ‏)‎ سره ددوهم پړاو انتخابات وکړی . دجمهوری ریاست دمقام لپاره اوه ‏(‎٧ ‏)‎ تنه کاندید وو.

ښاغلې گاچیچ لادیځ ‏‏(‎٢٦ ‏)‎ فیصده رایه گټلی واو پدی حساب دوهم راغلې دی. د گرجستان دحکومت مخالفین ادعالری چې په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده او په همدى سبب د انتخاباتو په لومړى پړاو کې ساکاشویلی بریالی شو.

بین المللی څارونکو اعلان کړیدی چې په عمومې توگه دغه انتخابات آزاد او عادلانه وو.

XS
SM
MD
LG